دخپریدو نیټه :شنبه ۱۳ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۳۸
د مطلب کود : 209123
یوازې کابل کې د کرونا ویروس ۷۵ نوې مثبتې پېښې ثبت شوې دي
عامې روغتیا وزارت وايي، تېرو څلریشت ساعتونو کې د کرونا ویروس ۱۷۹ تازه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار نن ( شنبه غويي ۱۳ ) په یوې خبري غونډه کې وویل، چې تېرو څلریشت ساعتونو کې د هېواد یو شمېر ولایتونو کې د کرونا ویروس ۱۷۹ نوې مثبتې پېښې ثبت شوي، چې ډېری یې کابل کې دي.
د هغه په وینا تېرو څلریشت ساعتونو کې کابل کې د کرونا ویروس ډېرې پېښې ثبت شوې چې شمېر ۷۵ ته رسي، تر کابل وروسته ۲۳ هرات، ۱۸ بلخ، ۱۶ جوزجان، ۱۵ کندهار، ۷ بغلان، ۵ لوګر، ۴ تخار، ۲ زابل او ۱ هلمند کې ثبت شوې ده.
له دې نویو مثبتو پېښو سره هېواد د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۲،۴۶۹ ته ورسېد، چې له همدې ډلې ۳۳۱ کسان بېرته رغېدلي، او ۷۲ کسانو بیا له کرونا ویروس څخه مړه شوي دي.
https://avapress.com/vdccioqi12bqxs8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته