کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د لغمان د محبس په مدیر بمي چاودنه کې ۷ تنو ته مرګ ژوبله واووښتله

13 ثور 1399 ساعت 14:51

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي رسنیو ته ویلي، نن له غرمې مخکې شاوخوا لس نیمې بجې د لغمان محبس لومړي قراول ته څېرمه په داسې مهال د موټرسایکل بم چاودنه وشوه، کله چې د محبس مدیر له محبس څخه د راوتلو په حال کې ؤ.



سیمه ییز امنیتي مسئولین د لغمان ولایت محبس په قراول کې د موټرسایکل بم چاودنې له امله د ۷ تنو د مرګ او ژوبلې خبر ورکوي.
د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي رسنیو ته ویلي، نن له غرمې مخکې شاوخوا لس نیمې بجې د لغمان محبس لومړي قراول ته څېرمه په داسې مهال د موټرسایکل بم چاودنه وشوه، کله چې د محبس مدیر له محبس څخه د راوتلو په حال کې ؤ.
نوموړی زیاتوي، په دغه بمي چاودنه کې لږ تر لږه ۳ تنه وژل شوي او  د محبس مدیر نورمحمد نیازي له خپلو ۳ نورو ساتونکو سره ټپي شوی دی.
تر اوسه ددې برید مسئولیت هیڅ یوې وسله والې ډلې په غاړه نه دی منلی او نه هم چارواکو د برید په تړاو په نور معلومات وړاندې کړي دي.
 


د مطلب کود: 209127

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/209127/د-لغمان-محبس-په-مدیر-بمي-چاودنه-کې-۷-تنو-ته-مرګ-ژوبله-واووښتله

آوا
  https://www.avapress.com