دخپریدو نیټه :شنبه ۱۳ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۵۴
د مطلب کود : 209129
په هرات کې سیمه ییز خبریالان او چارواکي وايي، د ایران سرحدي پولیسو پنځوس تنه افغان کارګران په سیند لاهو کړي، چې له دغې ډلې ۳۸ تنه یې مړه شوي دي. سرچینه زیاتوي، پنځوس ته افغان کارګرو غوښتل د ذوالفقار سیمې له لارې ایران ته په قاچاقي ډول واوړي، چې پولې ته څېرمه د ایران سرحدي پولیسو نیولي، له سختو شکنجو وروسته یې ټول په هریرود سیند لاهو کړي دي.

د سرچینې په خبره په سیند لاهو شوو افغان کارګرانو له ډلې څخه ۳۸ تنه مړه شوي او ۱۲ تنو یې ځانونه په لامبو وهلو ژغورلي دي.
په خبر کې ویل شوي، ژوندي پاتو افغان کارګرانو دغه راز له سیند څخه د ۷ تنو افغانانو جسدونه هم راویستلي؛ خو پاتې نور بیا په اوبو کې ډوب شوي دي.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي، چې تراوسه د درې تنو ډوب شوو افغانانو جسدونه هرات ولایت ته راانتقال شوي؛ لیکن زیاتوي، د پېښې د پلټلو لپاره یې یو پلاوی ټاکلی ترڅو ددغې پېښې انګیزه معلومه کړي.
باید وویل شي چې ایران تردې وړاندې هم له افغان کډوالو سره په توپیري چلن تورن شوی او هلته میشت ګڼ شمېر افغانانو د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو له ناوړه چلن څخه شکایتونه کړي دي.
 
https://avapress.com/vdcir3ar3t1auz2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته