کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

طالبانو په تخار کې له شرابو ډک موټر ضبط کړی

13 ثور 1399 ساعت 14:54

وسله وال طالبان د تخار ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې د شرابو یو ډک موټر او ۲ تنو قاچاق کوونکو د نیولو خبر ورکوي.




تیره ورځ د طالبانو په رسمي ویب پاڼه الاماره د خپاره شوي خبر په اساس په دغه موټر کې ۱۵۰۰ بوتله شراب وو، چې له تاجکستان څخه د تخار ولایت مرکز تالقانو ښار ته لیږدول کېدل: «د کشفي ارګان د راپور په اساس مجاهدینو د تخار ولایت، خواجه غار ولسوالۍ اړوند شاه بیردي سیمه کې له شرابو بار یو موټر چې ۱۵۰۰ بوتله شراب پکې ځای پر ځای شوي او له تاجکستان څخه مرکز ته انتقاليدل له ۲ قاچاق وړونکوو سره لاس په لاس نیولی دی.»
طالبان وايي، د شرابو د قاچاق په تور نیول شوو دواړو کسانو دوسیه یې د «اسلامي امارت» شرعي محکمې ته سپارلې ده.
باید وویل شي چې وسله والو طالبانو تردې وړاندې په بادغیس، هرات او فاریاب ولایتونو کې هم یو شمېر کسان د شرابو د قاچاق او پلورلو په تور نیولي او د محکمې له حکم وروسته په سزا رسولي دي.
 


د مطلب کود: 209130

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/209130/طالبانو-په-تخار-کې-له-شرابو-ډک-موټر-ضبط-کړی

آوا
  https://www.avapress.com