د پښتون ژغورنې مخکښ غړی عارف وزیر چې پرون ناوخته په یو وسله وال برید کې سخت ټپي شوی ؤ، یو ساعت وړاندې د اسلام آباد په یوه روغتون کې د سختو ټپونو له امله مړ شوی دی.
عارف وزیر د پښتون ژغورنې غورځنګ د وتلي غړي او پاکستان په ملي اسمبلۍ(جرګه) کې د سویلي وزیرستان واڼه استاځي علي وزیر د تره زوی دی، چې پرون د جمعې په ورځ ناوخته واڼه ته څېرمه د غوايي په سیمه کې د ناپېژاندو وسله والو تر برید لاندې راغی.