په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند په ټویټر کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ته د بهرنیو ځواکونو د قومندان د څرګندونو په اړه وضاحت ورکړ.
د امريکا د پوځ وياند د طالبانو وياند ته په ټويټر کې وضاحت ورکړ
د صدای افغان خبری آژانس , 13 ثور 1399 ساعت 16:06
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند په ټویټر کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ته د بهرنیو ځواکونو د قومندان د څرګندونو په اړه وضاحت ورکړ.
جنرال سکاټ میلر څو ورځې مخکې د افغانستان د ملي اردو د ځانګړو عملیاتو د قطعې د غړو سره د لیدو په مهال خبرداری ورکړی و که طالبان خپل بریدونه کم نکړي باید د خپلو بریدونو ځواب ته چمتو شي.
خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ښاغلي میلر د دغو څرګندونو په اړه وضاحت غوښتی و.
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند په ټویټر کې ذبیح الله مجاهد ته په خطاب کې لیکلي دي: "تاسو د جنرال میلر د هغو خبرو په اړه وضاحت غوښتی چې له طالبانو یې غوښتي وو تاوتریخوالی کم کړي. راځه چې واضح یې کړو: د افغانستان خلک سوله غواړي. نړۍ له طالبانو وغوښتل چې تاوتریخوالی ودروي او په کوویډ۱۹ تمرکز وکړي. اوس د تاوتریخوالي د درولو وخت دی."
د امریکايي ځواکونو ویاند دا او نورې خبرې د طالبانو ویاند ته په یو رسمي لیک کې کړي او دا لیک یې په خپل ټویټر کې خپور کړی دی.
په لیک کې په ښکاره ویل شوي دي چې د طالبانو مشران پوهیږي چې د سکاټ میلر هدف څه دی.
په لیک کې همدغه راز ویل شوي دي: "د تاوتریخوالي د اونۍ تر پیل کېدو مخکې تر نن پورې، امریکا په طالبانو باندې یو برید او عملیات نه ديکړي."
د مطلب کود: 209135