د افغانستان د عامې روغتیا وزارت اټکل کوي چې د دې هېواد ۸۰ تر ۸۵ سلنه خلک به په کورونا وېروس (کوویډ-۱۹) ناروغۍ اخته شي.
د دې وزارت ویاند وحیدالله مایار نن د شنبې په ورځ (مې ۲/غويي ۱۳) په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، که د افغانستان نفوس ۳۲ میلیونه وي، نو دا وزارت اټکل کوي چې له ۲۶ میلیونو زیات افغانان به په کوویډ-۱۹ ناروغۍ اخته شي.
ښاغلي مایار وویل، په دې ۲۶ میلیونو وګړو کې به ۱۶ میلیونه یې د کورونا وېروس نښې ولري او پاتې به یې نښې نه لري، چې له دې ۱۶میلیونو څخه به یې ۷سوه زره په روغتونو کې بستر وي:
"له دې ۷سوه زرو له ډلې به یې دوه لکه ۲۳ زره جدي څارنې ته اړتیا ولري او یو لک او لس زره به د کوویډ-۱۹ له امله ومري."