دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۴ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۴۴
د مطلب کود : 209148
په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان «سکاټ مېلر» د طالبانو بریدونو ته د جواب ورکولو ګواښ وکړ او طالبانو یې په وړاندې توند غبرګون وښود، د امریکایي ځواکونو ویاند په یوه تازه وضاحت کې د خپل مشر له څرګندونو دفاع کړې.
طالبانو دوه ورځې مخکې په خپلې رسمي ویب پاڼه د «ورځې خبره» تر عنوان لاندې لیکنو په لړۍ کې تر دې سرلیک لاندې چې (د جنرال میلر اخطار، د سولې که د جګړې لپاره!؟) تبصره خپره کړې وه او د جنرال میلر څرګندونو ته یې په غبرګون کې ویلي وو، چې نوموړی دې د ګواښونو په ځای د دوحې د بریالۍ توافقنامې د عملي کېدو غږ وکړي او ګواښونه باید هغه چاته وکړي، چې د طالبانو له قوله، د امریکا جنګي ستراتېژي یې ناکامه کړې او د قطر د توافقنامې د پلي کېدو په لاره کې خنډونه اچوي.
خو نن د امریکایي ځواکونو ویاند «سني لیګت» په یوې ځوابي اعلامیه کې د طالبانو د یادې تبصرې سرلیک د «وضاحت غوښتنې» په معنی اخیستی او ویلي يې دي چې د مېلر څرګندونې د جګړې د ګواښ نه؛ بلکې د سولې په موخه وې.
دغه اعلامیه چې د طالبانو ویاند (ذبیح الله مجاهد) ته د پرانیستي لیک په شکل خپره شوې، داسې پيلیږي: «ذبیح! تا پوښتنه کړې وه چې د جنرال میلر پیغام د جګړې اخطار دی که د سولې؟».
امریکايي ویاند په طالب ویاند نیوکه کړې چې د میلر څرګندونې یې تحریف کړي او په افغانستان کې یې د سولې او سیاسي حل ملاتړ څرګند کړی او د تاوتریخوالي په کمښت یې ټینګار کړی.
امریکايي ویاند زیاته کړې: «د میلر څرګندونې د جګړې ګواښ نه و بلکې د سولې هیله وه». د نوموړي په وینا، مېلر ویلي، که تشدد زیات شي، دا به د سیاسي بهیر په وړاندې خنډونه وزیږوي.
اعلامیه کې ټینګار شوی، چې طالبان او حکومتي او نړیوال ځواکونه باید د سولې لپاره شرایط برابر کړي، د سیاسي حل هڅو ته راوګرځي او د طالب او حکومتي زندانیانو د خلاصون پروسه چټکه شي، تر څو له دې لارې بین الافغاني مذاکراتو ته لاره هواره شي او افغانان په خپلو منځو کې د افغانستان د راتلونکې په اړه وغږېږي.
د امریکایي ځواکونو د ویاند دغه څرګندونې داسې مهال دي، چې طالبانو څه موده وړاندې په قطر کې سکاټ مېلر او خلیلزاد ته د هغو بریدونو بشپړ لست وښود، چې د طالبانو له قوله، د توافقنامې په مخالفت کې وو او ملکي وګړو او طالب سرتېرو ته پکې زیان اوښتی وو.
بل لور ته طالبان بیا وایي، د دوحې توافقنامه د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو لپاره تر ټولو غوره سوله ییزه تګلاره ده، خو امریکا او ملاتړي یې په دې توافقنامه باندې بشپړ عمل نه کوي.
 
https://avapress.com/vdcjxhe8ouqeyvz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته