دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۴ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۴۵
د مطلب کود : 209149
د طالبانو ویاند (ذبیح الله مجاهد) د امریکايي ځواکونو ویاند (سني لیګت) ته په ځوابي څرګندونو کې ویلي چې په «بې هدفه او پاروونکو» خبرو فضا مه خرابوئ. نږدې څلور ساعته مخکې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند په خپلې ټویټر پاڼه د طالبانو ویاند ته د پرانیستي لیک په شکل یوه اعلامیه خپره کړه. امریکايي ویاند طالبانو ته د جنرال میلر له هغه ګواښه دفاع کړې وه چې تېره اونۍ يې ویلي و چې که بریدونه ونه دروي ځواب به یې ووايي.

سني لیګټ په طالبانو غږ کړی و چې تاوتریخوالی کم کړی او په وینا یې تشدد به د سولې په وړاندې خنډونه وزیږوي.
نوموړي ټینګار کړی و چې طالبان او حکومتي او نړیوال ځواکونه باید د سولې لپاره شرایط برابر کړي، د سیاسي حل هڅو ته راوګرځي او د طالب او حکومتي زندانیانو د خلاصون پروسه چټکه شي.
د سني لیګټ له ټویټ څلور ساعته وروسته ذبیح الله مجاهد نوموړي ته په ټویټر کې ځواب ورکړی او لیکلي یې دي:
«د حل لار د دوحې تړون په عملي کولو کې نغښتې ده. په خپلو بې معنی او پاروونکو اعلامیو باندې اوسنۍ فضا مه خرابوئ. مونږ خپل هدف ته ژمن یو، تاسو د خپلو مسئولیتونو درناوی وکړئ».
طالبانو په دوامدر ډول د دوحې تړون په عملي کولو ټینګار کړی او هغه یې سولې ته د رسیدو یوازینۍ لار بللې. وړاندې داسې راپورونه ورکول شوي چې امریکايي ځواکونو د دغه تړون څخه په سرغړونو په افغانستان کې لسګونه هوايي بریدونه کړي او طالب جنګیالیو او عامو افغانانو ته یې مرګ ژوبله اړولې.
د یاد تړون له مخې، که د طالبانو ۵۰۰۰ بندیان ازاد شي، په ورپسې مرحله کې ټول افغاني جهتونه د سولې بین الافغاني مذاکرات عملا پیلوي. ټاکل شوې وه چې دغه بندیان د مارچ په ۱۰مه ټول ازاد شي، خو تراوسه د ازاد شوو بندیانو شمېر لس فیصده ته رسیږي.
د طالب ویاند وروستیو څرګندونو ته امریکايي ویاند تر اوسه ځواب نه دی ویلی.
 
https://avapress.com/vdcayonuo49nw61.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته