خوښ ديک ۰

په کابل کې د برېښنا د ستنو ویجاړوونکي نیول شوي

په کابل کې د ملي امنیت ریاست چارواکي وايي، هغه شپږ کسیزه ډله یې نیولې ده، چې یوه اونۍ وړاندې یې په میربچه کوټ ولسوالۍ کې د وارداتي برېښنا ستنې په راکټونو ویشتلې وې. د روان کال غوايي میاشتې په اتمه نیټه ماخوستن اته نیمې بجې د کابل ولایت میربچه کوټ ولسوالۍ په میرزاخیلو کلي یوه ډله نا مسئولو وسله والو له ازبکستان څخه پلازمینې کابل او څو نورو ولایتونو ته د راتلونکې وارداتي برېښنا ستنې په راکټونو وویشتلې او ونړولې، چې له امله یې د څو شپو لپاره د کابل ښار او څو نور ولایتونه په تیارو کې ډوب وو.

د برېښنا شرکت رئیس امان الله غالب ددغو کسانو د نیولو هرکلی کوي او وايي، چې باید دغه کسان د سزا ګاللو ترڅنګ د الوځول شوو ستنو په لګښت پرېکولو هم پابند وګرځول شي.
په کابل کې د ملي امنیت ۱۰۰۱ رسنیز مرکز په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د ورانکارو دغه شپږ کسیزه ډله یې له یو میل راکټ او شپږ د راکټ مرمیو، دوه میلو کلاشنکوفو او یو عرادې کرولا موټر سره نیولي دي.
په خبرپاڼه کې د نیول شوو کسانو د هویت او داچې یادې ډلې ولې دغه ستنې نړولي څه نه دي ویل شوي.
دا په داسې حال کې چې د افغانستان لویې څارنوالۍ تېره اوونۍ د دل اقا چې د سالنګ په میماتي مشهور ؤ له یوه همکار سره یې په سالنګ کې د برېښنا د ستنو د نړولو په تور هر یو په ۱۶ -۱۶ کلونو بند او له ۸۰۴ میلیونه افغانیو نقدي جریمې محکوم کړل.
که څه هم په میربچه کوټ کې د برېښنا ستنو د ویجاړولو پړه په لومړي سر کې په طالبانو اچول شوې وه؛ خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد بیا دغه خبره رده کړه او د یوې  اعلامیې په خپرولو سره یې وویل، چې د برېښنا شرکت او برېښنا له انتقال سره دوی هیڅ راز ستونزه نه لري، ځکه د ورانولو اړتیا نه ویني.
 
یکشنبه ۱۴ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۴۷
د مطلب کود: 209150 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *