خوښ ديک ۰

ناپيژاندو وسله والو د سترې محکمې اداري رئیس وسیم کشاف ووژلو

د افغانستان د سترې محکمې اداري رئیس قاضي محمدوسیم کشاف تیره شپه د ناپېژاندو وسله والو په برید کې وژل شوی دی. د نوموړي د کورنۍ غړو ددې خبر په تایید سره ویلي، چې قاضي محمدوسیم کشاف تیره شپه د کابل ـ جلال آباد پر لویه لار د سروبي ولسوالۍ په مربوطاتو کې د وسله والو په کمین برابر شوی، چې له امله یې نوموړ ی ځای په ځای وژل شوی دی. په دغه برید کې له نوموړي سره د هغه بل ورور او د ننګرهار د امنیه قومندانۍ نظامي څارنوال محمدبلال هم ټپي شوی دی.


د افغانستان د علماوو شورا مشر قیام الدین کشاف
د افغانستان د علماوو شورا مشر قیام الدین کشاف
قاضي محمدوسیم کشاف د افغانستان د سترې محکمې اداري رئیس او د افغانستان د علماوو شورا د مشر قضاوت پوه قیام الدین کشاف ځوی دی؛ خو دا لا څرګنده نه ده چې نوموړی څرنګه او د چا لخوا وژل شوی دی.
 
یکشنبه ۱۴ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۴۸
د مطلب کود: 209151 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *