د افغانستان د سترې محکمې اداري رئیس قاضي محمدوسیم کشاف تیره شپه د ناپېژاندو وسله والو په برید کې وژل شوی دی.
د نوموړي د کورنۍ غړو ددې خبر په تایید سره ویلي، چې قاضي محمدوسیم کشاف تیره شپه د کابل ـ جلال آباد پر لویه لار د سروبي ولسوالۍ په مربوطاتو کې د وسله والو په کمین برابر شوی، چې له امله یې نوموړ ی ځای په ځای وژل شوی دی.
په دغه برید کې له نوموړي سره د هغه بل ورور او د ننګرهار د امنیه قومندانۍ نظامي څارنوال محمدبلال هم ټپي شوی دی.