دی وايي، د تېرو لسو ورځو په پنځو اولو کې د کورونا وېروس مثبتې پېښې ۲۰ سلنه وې چې په دې وروستیو پنځو ورځو کې دا فیصدي ۳۲ ته لوړه شوه:
"موږ چې دا وروستي مثبتې پېښې ارزوو په دې لسو ورځو کې ۱۲ سلنه پورته تللې چې دا په خپله افغانستان لپاره یو سور څراغ دی او باید بیخي یې جدي ونیسو، ورځ په ورځ موږ اوج ته درومو."
ښاغلي مایار زیاته کړه، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۲ تنه د کوویډ-۱۹ له امله مړه شوي او ۲۳۵ تنه پرې اخته شوي چې دده په ټکو دا د افغانستان لپاره د خطر زنګ او جدي خبرداری دی.
مایار وویل، په کابل کې د ابن سینا روغتون د جراحي څانګې ۶ ډاکټران هم په کوویډ -۱۹ اخته شوي دي او د ۱۱ نورو معاینات یې منفي ختلي، د درېیو هغو یې لا نه ده معلومه چې په دې سره د دې روغتون دا څانګه تړل شوې هم ده.
په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وېروس ۵۸۱ مشکوکې پېښې معاینه کړي چې له ډلې یې ۲۳۵ یې مثبتې وې او په دې سره په ټول افغانستان کې د مثبتو پېښو شمېره ۲۷۳۴ لوړه شوه.