کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پر ټوېټر د ناټو ځواکونو او طالب ویاند تر منځ پر اوربند بحث شوی

14 ثور 1399 ساعت 14:26

په افغانستان کې د ناټو د پرېکنده ځواکونو ویاند سوني لګټ د وسله واله طالبانو ویاند ته په ځواب کې لیکلي چې 'د تاوتريخوالي کمښت سخت اړین دی او دا کار د افغان امنیتي ځواکونو په مشرانو، طالب جګړه مارو او ملاتړو ځواکونو پورې تړلی دی.'




کلونېل لګټ همداراز د شنبې په ورځ (غویی ۱۳/ ۲ مې) د طالب ویاند په ځواب کې پر ټوېټر لیکلي چې بریدونه نور برېدونه رامنځ ته کوي او ترې ډډه کول پخپله مقابل لوری هم له بریدونو ډډه کولو ته اړ باسي.
'د وژنو او تاوتريخوالي د مخنيوي لپاره باید ټولې خواوې له بریدونو ډډه وکړي.'
د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد يې په ځواب کې په افغانستان کې د نړېوالو ځواکونو د عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر د دريځ د روښانېدو غوښتنه کړې او ورته لیکلي يې دي چې، 'د حل‌لار د دوحې پر هوکړې عمل کول دي. پخپلو بې‌بنسټه او پاروونکو خبرو اوسنی وضعیت مه خرابوئ.'
ښاغلي مجاهد د طالبانو د دريځ په اړه لیکلي چې، 'موږ پر خپلو ژمنو ولاړ یو او تر پایه به ژمن پاتې شو.'
د ذبیح الله مجاهد په ځواب کې ناټو ځواکونو یوه خبرپاڼه خپره کړه.
د امریکايي ځواکونو په دغه خبرپاڼه کې طالب ویاند ته په ځواب کې لیکل شوي، دې ته په کتو چې په افغانانو کې پر خپله خبره او قول درېدل خورا مهم دي نو د قطر په دوحه کې دې له ملا برادر سره د جنرال مېلر وروستۍ کړې خبرې سمې او په پوره پام وژباړل شي.
 


د مطلب کود: 209187

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/209187/پر-ټوېټر-د-ناټو-ځواکونو-او-طالب-ویاند-تر-منځ-اوربند-بحث-شوی

آوا
  https://www.avapress.com