خوښ ديک ۰

کورونا وېروس؛ اروپايي هېوادونو کې بندیزونه په تدریجي ډول کمېږي

په اسپانیا کې له دوشنبې ورځې راهیسې ګرځبندیز کمېږي او په عمومي لېږد رالېږد ګاډو کې د ماسک مراعاتول اجباري کېږي. نور اروپايي هېوادونه هم د اسانۍ راواستلو په درشل کې دي، خو ټولنیز واټن مراعاتول پر خپل ځای پاتې دي. د اسپانیا لومړي وزیر پیدرو سانچر ویلي، دولت یې شپږ میلیونه ماسکونه د عمومي لېږد رالېږد شبکه کې پر خلکو وېشي او اوه میلیونه نور ماسکونه به ځايي چارواکو ته ورکړي چې پر خلکو یې ووېشي.

په اسپانیا کې بوډاګانو ته له څو ورځني بند وروسته په لومړي ځل بهر ته د ورزش کولو لپاره د وتلو اجازه ورکول کېږي.
تر ۱۴ د ټیټو ماشومانو لپاره اونۍ وړاندې بهر ته د وتلو بندیز سپک شوی و.
اسپانیا کې پر کورونا وېروس ټول ټال ۲۴ زره او ۸۲۴ کسان اخته شوي، خو ورځ په ورځ پرې د اخته کېدونکو کسانو شمېر راټیټېږي.
په اروپا کې تر ټولو ډېر په ایټالیا کې په کورونا ډېر وګړي اخته شوي، چې بریتانیا په دویم او اسپانیا په درېیم کتار کې راځي.
 
یکشنبه ۱۴ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۲۷
د مطلب کود: 209188 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *