دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۵ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۳۳
د مطلب کود : 209208
د بدخشان ولایت ۳ ولسوالان په کرونا اخته شوي
د روغتیا مسئولین وايي، د بدخشان ولایت یفتل پایان او خاش ولسوالانو په ګډون تر اوسه په دغه ولایت کې ۳ تنه ولسوالان په کرونا وباء اخته شوي دي. په بدخشان کې له کرونا وباء سره د مبارزې څانګې مشر شاهدالله دانشي رسنیو ته ویلي، څو ورځې وړاندې په دې ولایت کې په کرونا وباء لومړی ناروغ ثبت شو، چې د یفتل پایان ولسوالۍ اوسېدونکی ؤ.

نوموړی زیاتوي، د بدخشان سیمه ییزو چارواکو له دغه ناروغ کس سره په داسې حال کې پرلپسې مجلسونه او ناستې ترسره کړل، چې لا تردغه وخته یې د کرونا ازموینې پایله نه وه راغلې او همدا لامل دی چې د یفتل پایان ولسوال ډاکټر مطیع الله او د خاش ولسوال میراحمد شاه ضیغم په ګډون تر اوسه ۳ تنه ولسوالان په کرونا وباء اخته شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې دا مهال په بدخشان ولایت کې  ټول ۴ تنه په کرونا وباء اخته شوي، چې په دوی کې ۳ تنه یې ولسوالان او څلورم کس هم یو لوړ پوړی دولتي چارواکی دی؛ لیکن په دې اړه یې نور معلومات نه دي ورکړي.
په ورته مهال د بدخشان د مدني ټولنې مشر سیف الدین سایس له سیمه ییزو چارواکو څخه د نیوکې په دود وايي، چې د بدخشان ولایتي مسئولینو خلک قرنطین کړل؛ خو په خپله یې روغتیايي سپارښتنو ته پاملرنه ونه کړه او په ډله ییزه توګه یې حکومتي ناستې ترسره کولې او همدا لامل دی چې کیدای شي د بدخشان ټول حکومتي مامورین په کرونا وایرس اخته وي.
د بدخشان د عامې روغتیا مسئولین وايي، دا مهال د یفتل پایان او خاش ولسوالیو د اداري پرسونل او ټولو هغو کسانو د وینې نمونې اخیستل شوي، چې په کرونا د اخته ولسوالانو سره یې نیږدې فزیکي اړیکې لرلې دي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې تراوسه په ټول هېواد کې د کرونا وباء ۲۷۰۴ پېښې ثبت شوي، چې له دې ډلې څخه ۸۵ تنه وفات شوي او ۳۴۵ نور بیا رغیدلي دي.
 
https://avapress.com/vdcgzy9x7ak9zx4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته