کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پومپیو ادعا؛ داسې شواهد لري چې کرونا ویروس د ووهان په لابراتوار کې رامنځته شوی

15 ثور 1399 ساعت 8:34

مایک پومپیو په داسې حال کې دا ادعا کوي چې د تیرې پنجشنبې په ورځ یې د ټرمپ خبرې په غبرګون کې ددې په اړه ناخبري ښودلې وه، نوموړي ویلي وو چې په دې اړه له دوی سره هیڅ ځواب نشته.


د امریکا متحده ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر ادعا کړې، داسې شواهد یې ترلاسه کړي چې د نوي کوویډ-۱۹ ویروس د چین د ووهان ښار په یوه لابراتوار کې رامنځته شوی دی.
مایک پومپیو په داسې حال کې دا ادعا کوي چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ اونۍ وړاندې په چین تور پورې کړی و چې ویروس ددوی لخوا په یوه لابراتوار کې جوړ شوی او نړۍ ته لیږدول شوی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو په یوه خبري ناسته کې د چین د ټيټ معیاري لابراتوارونو تاریخ ته په اشاره وویل، «دا لومړی وار نه دی چې د چین ناکامه لابراتوارونو په پایله کې نړۍ له ویروسونو سره مخ کیږي».
که څه هم چین د امریکا دغه ادعاوې په بشپړ توګه رد کړي خو پومپیو هم دا خبره رد کړې چې هغه فکر کوي چېا ګواکې چین به دغه ویروس په قصدي ډول خوشې کړی وي.
مایک پومپیو په داسې حال کې دا ادعا کوي چې د تیرې پنجشنبې په ورځ یې د ټرمپ خبرې په غبرګون کې ددې په اړه ناخبري ښودلې وه، نوموړي ویلي وو چې په دې اړه له دوی سره هیڅ ځواب نشته.
د تیرې پنجشنبې په ورځ ولسمشر ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د یوه خبري کانفرانس له لارې ادعا کړې وه چې هغه داسې شواهد موندلي چې ګواکې ویروس په یوه چینایي لابراتوار کې رامنځته شوی دی.
هغه مهال له ټرمپ څخه وپوښتل شول، ایا له ده سره کره شواهد شته چې په داسې باوري ډول په چین تور پورې کوي چې ویروس دوی اختراع کړی وي؟ هغه وویل: «هو، هو زه شواهد لرم».
خو نوموړي له نورو معلوماتو ورکولو ډډه وکړه، هغه زیاته کړه، «زه تاسې ته دا نه شم ویلای، ماته اجازه نشته چې درته ووایم».
د چین په ووهان ښار کې د ویرولوژي دولتي انستیتیوت دا تورونه رد کړي، او نورو امریکایي چارواکو هم دا احتمال ډیر کم ګڼلی چې ګواکې ویروس دې په یوه لابراتوار کې رامنځته شوی وي، ګڼ شمېر پوهان هم په دې باوري دي چې کرونا ویروس د ووهان ښار د څارویو په یوه بازار کې د ژوندیو ځنګلي وحشي څارویو د خرڅولو په لړ کې انسانانو ته انتقال شوی دی.
پومپیو په خپله هم د پنجشنبې په ورځ د ټرمپ د ادعا په غبرګون کې ویلي وو چې دا معلومه نه ده چې ویروس د لابراتوار څخه راغلی که نه، «مونږ نه پوهیږو چې دا ویروس د ووهان ښار په یوه لابراتوار کې رامنځته شوی که په بازار کې له ژوندیو څارویو څخه انتقال شوی، مونږ ددغه ځوابونو په اړه نه پوهیږو».
له چین څخه خپور شوی د کرونا ویروس چې تر اوسه یې امریکا تر ټولو زیاته ځپلې او نږدې ۷۰زره قربانیان یې له لاسه ورکړي، د چین او امریکا ترمنځ یې اداري اړیکې ترینګلې کړي دي.
بیجنګ وړاندوینه کړې وه چې ممکن د امریکایي عسکرو له لارې چین ته د کرونا ویروس رسیدلی وي، خو په عین حال کې ټرمپ چین په دې ملامته کړی و چې پر وخت یې د کرونا خبر په شفافه توګه نه دی ورکړی چې له کبله یې ټوله نړۍ له خطر سره مخ شوې ده.
ځینو راپورونو دا وړاندوینه هم کړې ده چې ګواکې کرونا ویروس له امریکا څخه چين ته د یوې تلونکې ښځې له لارې انتقال شوی دی.
د یادونې وړ ده چې کرونا ویروس اوسمهال د نړۍ په ۱۹۵ هېوادونو کې خپور شوی، نږدې ۳ نیم ملیونه خلک یې اغیزمن کړي او ۲۴۶زره یې مړه کړي دي، په داسې حال کې چې له دې وبا څخه له ۱.۱ ملیون کسانو زیات بیرته روغ شوي دي.
 


د مطلب کود: 209209

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/209209/د-پومپیو-ادعا-داسې-شواهد-لري-چې-کرونا-ویروس-ووهان-په-لابراتوار-کې-رامنځته-شوی

آوا
  https://www.avapress.com