دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۵ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۳۷
د مطلب کود : 209211
ایران:  د کرونا وبا له کبله تړل شوي مسجدونه پرانیستل کیږي
د ایران حکومت پریکړه کړې چې تړل شوي مسجدونه به سر له سبا د دوشنبې ورځې څخه د عامو خلکو پرمخ پرانیزي. دا په داسې حال کې چې ایران د کرونا وبا د خپریدو مخنیوي په خاطر په ټول هېواد کې مسجدونه د خلکو پرمخ تړلي وو. له چین وروسته ایران یوازینی هېواد و چې د کرونا پېښې په کې په پراخه کچه او چټکۍ سره خپرې شوې، په دې لړ کې د ایران حکومت د عامه ځایونو، بازارونو، شرکتونو او آن مسجدونو تړلو ته اړ شو.
په نړۍ کې ایران لومړی هېواد و چې د کرونا له کبله یې د مسجدونو تړلو اعلان وکړ.
خو د یکشنبې په ورځ د مۍ په ۳مه نېټه د ایران ولسمشر حسن روحاني اعلان وکړ چې د دوشنبې ورځې (د مۍ له ۴مې نیټې) څخه به د هېواد په ۱۳۲ ښارونو کې مسجدونه پرانیستل شي.
د ایران د روغتیا چارو وزیر کیانوش جانبوز وایي چې په تېرو څلورویشت ساعتونو کې په دغه هېواد کې ۴۷ کسان مړه شوي دي چې دا په تېرو ۵۵ ورځو کې تر ټولو کمه شمېره ده.
حسن روحاني یوه دولتې تلویزون لخوا د خپریدونکي وبا ضد کمیټې غونډې ته په وینا کې وویل، مونږ پریکړه کړې چې سر له سبا د هېواد په ۱۳۲ سیمو کې چې د کرونا کم خطر لري مسجدونه پرانیزو، او د روغتیا اصولو ته په درناوي سربېره د جمعې لمونځ بیا پېل کړو».
نوموړي دا نه ده څرګنده کړې چې په کومو سیمو کې به مسجدونه پرانیزي او څومره مسجدونه، خو داسې اټکل کیږي چې په دې پریکړه کې به هغه سیمې شاملې وي چیرې چې د کرونا پېښې کمې شوي دي.
باید وویل شي چې په ایران کې د مارچ میاشتې له پېله په داسې حال کې مسجدونه وتړل شول چې دغه وبا په ډيره چټکۍ سره د هېواد ګوټ ګوټ ته ورسېده.
ایران د روان کال فبروري میاشتې له ۱۶مې نیټې څخه تر دې دمه له ۹۷زره مثبتو پېښو څخه ۶۲۰۰ قربانیان ورکړي او ۷۸۴۲۲ تنه بیرته روغ شوي دي.
 
https://avapress.com/vdca6onu649nwu1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته