کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پاکستان: د جګړې د شدت کموالی او د سیاسي اختلافونو له منځه وړل اړین ګامونه دي

15 ثور 1399 ساعت 9:15

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، هیواد یې له یوه باثباته او سوله ییز افغانستان څخه ملاتړ کوي او د سیاسي اختلافاتو له منځه وړل اړین ګام ګڼي.
د پاکستان له بهرنیو چارو وزارت څخه په همدې تړاو خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې پاکستان له یوه سوله ییز، خپلواک او باثباته افغانستان څخه ملاتړ کوي او په دې برخه کې د طالبانو او امریکا تر منځ تړون یو تاریخي فرصت بولي، چې بین الافغاني مذاکراتو ته یې لاره پرانستې.

خبرپاڼه کې وړاندې زیاته شوې «موږ باور لرو، چې د جګړې د ښکېلو لورو له لوري د تشدد کموالی د افغان سولې په برخه کې یو اړین ګام دی، د روژې د میاشتې راتګ او په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله رامنځته شوي ګواښونه دا ایجابوي، چې د سولې لپاره شرایط برابر شي.»
د اعلامیې په بنسټ، پاکستان د سیاسي ګوندونو تر منځ سیاسي پخلاینه یو ضروري امر بولي او باور لري، چې د سیاسي فاصلو له منځه وړل به د هغو ګواښونو په له منځه وړلو کې  مرسته وکړي، چې په دې سخت وخت کې افغان ملت ورسره مخ دی.
 
د مطلب کود: 209213

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/209213/پاکستان-د-جګړې-شدت-کموالی-او-سیاسي-اختلافونو-له-منځه-وړل-اړین-ګامونه-دي

آوا
  https://www.avapress.com