کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ایران سرحدي ځواکونه: افغان کډوال مو نه دي وژلي

15 ثور 1399 ساعت 9:19

د ایران سرحدي ځواکونو هغه رپوټونه رد کړي چې ګواکې دې ځواک یو شمېر هغه افغان کډوالو چې غوښتل یې ایران ته واوړي، سیند ته غورځولي او وژلي یې دي.
د دې ځواکونو لخوا ویل شوي چې د افغان کډوالو د وژنې په اړه خپره شوې ویډیویې کتلې او دې نتیجې ته رسېدلي چې د ایران او افغانستان پر ګډه پوله داسې کومه پېښه نه ده رامنځته شوې. د ایران سرحدي ځواکونو ویلي پوله ساتونکي د (اسلامي مهربانۍ) له مخې له افغانانو سره چلن کوي.



ایران ویلي، دا رپوټونه د دوه ګاونډیو هېوادونو د لېرې کولو یوه شومه هڅه ده.
خو بل لور ته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد وویل، افغان حکومت په دوو سطحو د دې پېښې په اړه پلټنې پیل کړې دي.
نوموړی وایي، لومړی د ولسمشر او د حکومت د رهبرۍ په کچه، او ترڅنګ یې د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي معین په کچه به دا پېښه پلټل کېږي.
 


د مطلب کود: 209215

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/209215/د-ایران-سرحدي-ځواکونه-افغان-کډوال-مو-نه-دي-وژلي

آوا
  https://www.avapress.com