دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۵ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۱۹
د مطلب کود : 209215
د ایران سرحدي ځواکونو هغه رپوټونه رد کړي چې ګواکې دې ځواک یو شمېر هغه افغان کډوالو چې غوښتل یې ایران ته واوړي، سیند ته غورځولي او وژلي یې دي. د دې ځواکونو لخوا ویل شوي چې د افغان کډوالو د وژنې په اړه خپره شوې ویډیویې کتلې او دې نتیجې ته رسېدلي چې د ایران او افغانستان پر ګډه پوله داسې کومه پېښه نه ده رامنځته شوې. د ایران سرحدي ځواکونو ویلي پوله ساتونکي د (اسلامي مهربانۍ) له مخې له افغانانو سره چلن کوي.

ایران ویلي، دا رپوټونه د دوه ګاونډیو هېوادونو د لېرې کولو یوه شومه هڅه ده.
خو بل لور ته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد وویل، افغان حکومت په دوو سطحو د دې پېښې په اړه پلټنې پیل کړې دي.
نوموړی وایي، لومړی د ولسمشر او د حکومت د رهبرۍ په کچه، او ترڅنګ یې د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي معین په کچه به دا پېښه پلټل کېږي.
 
https://avapress.com/vdcezo8wnjh87wi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته