د یاد وزارت مرستیال، وحیدمجروح نن دوشنبې(د غويي په ۱۵مه نېټه) د خبري ناستې په ترڅ کې وویل چې له تازه ثبت شویو پېښو سره د هېواد په کچه د کووید نوولس ناروغانو شمېر ۲۸۹۴ ته ورسید.
د تازه خپرو و شویو شمېرو له مخې پکتیا (۴۱)، هرات (۳۰)، کندهار (۲۵)، کابل (۲۴)، بلخ (۱۷)، ننګرهار (۱۳)، لغمان (۱۱)، فراه (۹)، سرپل (۶)، کنړ (۵)، زابل (۳)، پکتیکا (۲)، خوست (۱)، ارزګان (۱)، هلمند (۱) او نیمروز کې(۱) پېښه ثبت شوې ده.
ښاغلي مجروح همداراز وویل چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې پنځه تنه هم چې د کرونا ناروغي یې درلوده مړه شوي دي. خو ترڅنګ یې ۵۲ تنه ټول هېواد کې روغ شوي هم دي.
له دې سره هېواد کې د روغو شویو کسانو شمېر ۳۹۷ ته رسیږي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس