دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۵ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۴۶
د مطلب کود : 209263
د طالبانو د بریدونو زیاتوالي خلک پر سولې بې باوره کړي ـ ارګ
د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي وايي، که څه هم افغان حکومت خپله ټوله پاملرنه د کرونا ویروس سره مبارزې ته اړولې، خو اوس هم سوله د افغان حکومت په لومړیتوبونو کې ځای لري.
ښاغلي صدیقي د دوشنبې په ورځ مې ۴ ( غويي ۱۵) خبریالانو سره د کرونا ویروس د وبا څخه د زیږیدلو اقتصادي ستونزو په وړاندې د افغان حکومت د اقداماتو په ځانګړي ډول په کابل او ۲۰ نورو ښارونو کې د وچې ډوډۍ د ویش د پروګرام په اړه د معلوماتو پر مهال له طالبانو د بشردوستانه اوربند د ټینګیدو غوښتنه وکړه.
صدیقي وویل" اوربند یوه اساسي موضوع، د افغانستان د خلکو او نړیوالې ټولنې یوه اساسي غوښتنه ده طالبان باید دا غوښتنه ومني".
نوموړي زیاته کړه، که چیرې طالبان د بشردوستانه اوربند غوښتنې ونه مني او که بیا د طالبانو تر نفوذ لاندې سیمو کې د کرونا ویروس د وبا له امله کوم ناورین پیښ شي، نو مسولیت به یې د دغې ډلې په غاړه وي.
صدیقي وویل چې اوربند د افغانانو، د سیمې د هیواد ونو او د نړیوالې ټولنې غوښتنه ده.
هغه په وروستیو اونیو کې پر افغان امنیتي ځواکونو باندې د طالبان بریدونو د زیاتیدو په هکله هم وویل چې د بریدونو زیاتیدو له امله خلک د سولې پر ټینګیدو بې باوره شوي دي.
ښاغلي صدیقي وویل:" متاسفانه په څو تیرو اونیو کې د طالبانو د بریدونو کې زیاتوالی د دې سبب شوی چې خلک پر سولې بې باوره شي. د افغانستان خلکو او دولت رهبرۍ او د افغانستان جمهور رئیس ته اوس هم سوله لومړیتوب دی. جمهور رئیس خپل ډیر وخت د سولې هڅو ته وقف کړی دی. هیله لرو چې زمونو هڅې او زمونږ د متحدینو هڅې د سولې د ټینګیدو په برخه کې نتیجه ورکړي."
هغه وویل که طالبان تاوتریخوالي ته ادامه ورکړي نو بیا دا هدف نشي ترلاسه کیدلی. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تېره شپه په هلمند ولایت کې د افغان پوځ پر مرکز موټر بم برید وکړ.
صدیق صدیقي د افغان حکومت له خوا د طالب بندیانو د خوشې کیدو مسله هم یاده کړه او ویې ویل چې دا بندیان د جمهور رئیس محمد اشرف غني د فرمان پر اساس له زندان څخه خوشې کیږي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا د معلوماتو په اساس افغان حکومت تر دا مهاله د یاد فرمان له مخې ۷۴۸ طالب بندیان ازاد کړي چې ټاکل شوې پاتې ۷۵۲نور طالب بندیان هم ازاد کړي.
د غني او عبدالله ترمنځ د سیاسي ناندریو هواري هڅې
د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند وویل چې د جمهور رئیس محمد اشرف غني او پخواني اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي کړکیچ د هوارلو لپاره په خبرو کې د پرمختګ یادونه وکړه او ویې ویل چې د دواړو غاوړ ترمنځ خبرې لا هم دوام لري.
صدیق صدیقي د ښاغلي عبدالله له اړخه جمهور رئیس غني ته د وړاندې شوي وړاندیز د جزئیاتو په اړه له تبصرې ډډه وکړه او کله چې ورڅخه وپوښتل شوه چې په دې وړاندیز کې جنرال عبدالرشید دوستم ته د مارشالې وړاندیز هم شامل دی وویل چې په دې مسایلو تبصره نه کوي خبرې روانې دي او کله چې دا خبرې نهايي شي خلکو سره به یې جزئیات شریک شي.
دا په داسې حال کې ده چې تیره جمعه عبدالله عبدالله وویل چې په دغو خبرو کې په اصولو موافقه شوې ده او پر جزئیاتو خبرې روانې دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdch-wnix23nvid.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته