دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۵ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۶:۱۱
د مطلب کود : 209277
ناڅرګندو وسله والو په کندهار ښار کې یوه ښځینه پولیسه ووژله
ناڅرګندو وسله والو د کندهار ښار په زړه کې یوه ښځینه پولیسه په ډزو وژلې او بریدګر په تېښته بریالي شوي دي. د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند جمال بارکزي رسنیو ته ویلي، دا پېښه نن د دوشنبې په ورځ سهار د ښار اولې او دوهمې حوزې ترمنځ د شهیدانو څلور لارې ته څېرمه ساحه کې هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې ناڅرګندو وسله والو پر یوې ښځینه پولیسې ډزې وکړې.

نوموړی زیاتوي، په دغه برید کې په نښه شوې پولیسه ځای پرځای وژل شوې او بریدګر د پېښې له ځایه تښتېدلي دي، چې پولیس یې د نیولو هڅې کوي.
دا په  تیرو څو میاشتو کې څلورمه ښځینه پولیسه ده چې په کندهار کې ښار په رڼا ورځ د وسله والو لخوا وژل کیږي.
ددې برید مسئولیت تراوسه هیڅ یوې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی او نه هم ددې خبر تر لیکلو پولیسو په دې تړاو څوک نیولي دي.
د افغانستان په ټولنه کې د ښځو کار کول لوی عیب ګڼل کیږي او د قومي غیرت له امله خلک خپلې لوڼې او ښځې له کوره دباندې کار کولو څخه منع کوي، په ځانګړې توګه د امنیتي ځواکونو په لیکو کې چې اخلاقي فساد اوج ته رسېدلی، ډیری خلک کار کول لوی شرم او پیغور ګڼي، ځکه اکثره په اکثره مواردو کې ښځینه پولیسې د خپلې کورنۍ له لوري وژل شوي دي.
 
https://avapress.com/vdccmoqim2bqxi8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته