ځواک که څه هم په دغه چاودنه کې د ۵ تنو مړینه او همدمره ټپي کېدو خبره کوي؛ خو د ګرشک ولسوالۍ یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښکاره په شرط رسنیو ته ویلي، چې په دغه خونړۍ چاودنه کې د ملي امنیت ځانګړې قطعې ۱۵ تنه سرتیري مړه او له ۲۰ ډیر ټپیان دي.
په دغه چاودنه کې د ملي امنیت ځانګړې قطعې عملیاتي مرکز هم نړېدلی دی، چې له امله یې هلته ولاړ ګڼ شمېر وسایط او ټانګونه ویجاړ شوي دي.
د برید مسئولیت وسله والو طالبانو په غاړه اخیستی دی، د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي، چې یاد برید یې د افغان ځواکونو لخوا په ملکي خلکو د بریدونو او پرلپسې سرغړونو په ځواب کې ترسره کړی دی.
د روان کال فبرورۍ میاشتې په ۲۹مه د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون لاسلیک نه وروسته دا لومړی موټربم چاودنه ده چې په هلمند ولایت کې د طالبانو لخوا ترسره کیږي.
د طالبانو او امریکا ترمنځ په لاسلیک شوي تړون کې د امریکا متحدو ایالتونو او د هغوی متحدین ژمن وو چې هوايي بریدونه او شپني عملیات به نه کوي او طالبانو ژمنتیا ښودلې وه چې لوی بریدونه به نه ترسره کوي؛ خو په هلمند ولایت کې د تیرې شپې موټربم برید دا په ډاګه کوي، چې د بهرنیو او افغان ځواکونو لخوا د هوايي بریدونو او شپنیو عملیاتو په وړاندې د طالبانو د صبر کاسه ډکه شوې او د معاهدې څخه د تخطۍ په صورت کې ښايي یاده ډله بیرته خپلو غټو بریدونو ته مخه وکړي.