دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۵ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۶:۱۵
د مطلب کود : 209279
د دوبي په راتګ سره په کورونو کې شېدې او مستې ډېرې څښل کیږي. شړومبې هم داسې څښاک دی چې تودوخه ځغلوي او تنده سړوي. له پخوا راهیسې کله چې د دوبي موسم را ورسیږي او تودوخه زیاته شي دا یو دود ګرځېدلی چې د ښار په بېلابېلو څنډو کې هر هټیوال د ځانګړي څښاک یا شربت بندوبست کوي.
په پاکستان کې د خواله رسنیو په ځانګړي ډول ټویټرکارن پر دې بوخت دي چې د ګېډې شوقیان شړومبې خوږې یا تروې او که مالګینې خوښوي؟
که یوازې پر ټویټر تم شو، نو دا جوتیږي چې دا لرغونی او پخوانی څښاک د خلکو لپاره اهمیت لري.
د دوبي په راتګ سره په کورونو کې شېدې او مستې ډېرې څښل کیږي. شړومبې هم داسې څښاک دی چې تودوخه ځغلوي او تنده سړوي.
له پخوا راهیسې کله چې د دوبي موسم را ورسیږي او تودوخه زیاته شي دا یو دود ګرځېدلی چې د ښار په بېلابېلو څنډو کې هر هټیوال د ځانګړي څښاک یا شربت بندوبست کوي.
د کورونا وېروس له کبله د قرنطین په دې شپو ورځو کې ډېری خلک په کورونو کې شړومبې جوړوي او پر خواله رسنیو خپل د خوښې څښاک ستايي.
"شړومبې خو شړومبې دي، که خوږې وي یا تروې"

هر څوک خپلې خوښې ته په کتو شړومبې څښي. ځینې خلک شیدې او مستې سره ګډوي او څښي يې. ځینې یې بیا د کوچو او پیروي شړومبې خوښوي، خو ځینې یې بیا پر دې ټینګار کوي چې شړومبې خو په اصل کې تروې یا تروشې وي.
پر خواله رسنیو په ځانګړي ډول پر ټوېټر د کرنتین په شپو ورځو کې ملګرو د تروو یا شړومبو پر سر له یوه بل سره ټوکې ټکالې پېل کړې دي.
یو خپل ملګري ته ګواښ کوي چې ملګرتیا به ورسره پرېږدي که خوږې شړومبې يې بیا څښلې وې.
د محمد شهزاد په نوم یوه لیکلي چې له خپلوانو سره یې ځکه مړی ژوندی پرېښود چې تروشې یا مالګینې شړومبې يې ورته ايښې وې. د ده خوږې شړومبې خوښېدې.
د خوږو او مالګینو شړومبو په دې په زړه پورې بحث کې د خوږو او مالګينو شړومبو پلویان له یوه بل سره جالب استدلال کوي.
د مالګينو شړومبو پلویان وايي چې اصیلې او سوچه شړومبې خو له پخوا راهیسې همدا مالګینې شړومبې وې. خوږې خو وروسته پکې را ووتې.
ځکه خو د مالګینو شړومبو یوه مینه وال ان دا دعوه وکړه چې، "خوږې شړومبې خو د شربت په څېر دي"
 
https://avapress.com/vdcefo8wojh87wi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته