دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۷ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۲۸
د مطلب کود : 209280
هلمند کې ځايي چارواکي وايي، د دغه ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د تېرې شپې د موټر بم بريد له امله ۱۲ افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. برېد تېره شپه ۱۱ بجې د ګرشک ولسوالۍ په يخچال سیمه کې د افغان ملي اردو او ملي امنیت د ځواکونو په ګډ پوځ کوټ شوی دی. طالب وسله والو نن سهار په یوه اعلاميه کې د دغه برید مسووليت په غاړه واخیست او د لسګونو افغان سرتيرو د وژلو او د پوځکوټ د یو مخ ویجاړولو خبره کوي. د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي، په دې چاودنه کې د ملي اردو د ځواکونو ترڅنګ د"لړمان" په نوم د ملي امنيت د یوې خاصې قطعې غړي په نښه شوي. ځواک وایي د لومړنیو معلوماتو پر بنسټ په دې بريد کې ۵ افغان سرتېري وژل شوي او ۷ ټپيان دي.
د افغانستان دفاع وزارت وايي، په دې برید کې یوازې یو کس ټپي شوی دی.
د دې وزارت د اعلامیې له مخې، ځانمرګی موخې ته تر رسېدو مخکې په نښه شوی او د افغان ځواکونو له برید وروسته موټر بم چاودنه کړې ده.
خو یوه امنیتي سرچينه وایي په دې بريد کې تر ۳۵ پورې افغان سرتيرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د برید پر مهال تر سلو افغان سرتېري په دغه مرکز کې وو، ځکه وېره شته چې مرګ ژوبله به تر هغه ډېره وي چې تر اوسه یې چارواکي تاییدوي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامیه کې دا برید د هغه څه په غبرګون کې بولي چې نوموړی یې"د دښمن لخوا په ملکي خلکو باندې بریدونه او پرلپسې تخطۍ" بولي.
 
https://avapress.com/vdcg7y9xzak9zx4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته