خوښ ديک ۰

طالبان: افغان او بهرنیو ځواکونو په تیرو ۳ میاشتو کې ۳۶۳ ملکیان وژلي

د طالبانو د ملکي تلفاتو د مخنیوي کمیسیون په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د روان میلادي کال په لومړیو درې میاشتو کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په عملیاتو او بمباریو کې ۳۱۱ تنه ولسي خلک وژل شوي او ۱۸۰ تنه نور ټپيان دي.

په هغه تفصیلي راپور کې چې تیره ورځ د طالبانو د «سمع شکایات او ملکي تلفاتو د مخنیوي کمیسیون» لخوا رسنیو ته استول شوی، د روان میلادي کال لومړیو درې (جنوري، فبروري او مارچ) میاشتو کې د ۸۸٪ سلنه ملکي تلفاتو پړه په افغان او بهرنیو ځواکونو اچول شوې او پاتې ۱۲٪ سلنه ملکي تلفات د نامعلومو وسله والو د بریدونو او شخصي دښمنیو له امله بلل شوي دي.
ددې ترڅنګ طالبانو ویلي، چې ګډو ځواکونو په مختلفو پلمو د خلکو د کورونو، دوکانونو او شخصي ملکیتونو ته د زیان اړولو ترڅنګ جوماتونه، مدرسې، ښوونځي او کلینیکونه چې دیني ارزښتونه او عامه شتمنۍ دي، هم درانه زیانونه اړولي دي.
په دغه راپور کې طالبانو په افغان دولت تور پورې کړی، چې د شپنیو چاپو او عملیاتو پرمهال یې په تیرو ۳ میاشتو کې ۱۵۰ ملکي هېوادوال د طالبانو په نوم بندیان کړي دي.
باید وویل شي چې په دې وروستیو کې د هېواد په یو شمېر ولایاتو کې د پوځي عملیاتو او جګړو له امله د ملکي تلفاتو کچه په بې سارې توګه لوړه شوې، چې حکومت او طالبان یې پړه پر یوه او بل اچوي.
 
سی شنبه ۱۶ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۳۶
د مطلب کود: 209293 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *