په هغه
تفصیلي راپور کې چې تیره ورځ د طالبانو د «سمع شکایات او ملکي تلفاتو د مخنیوي کمیسیون» لخوا رسنیو ته استول شوی، د روان میلادي کال لومړیو درې (جنوري، فبروري او مارچ) میاشتو کې د ۸۸٪ سلنه ملکي تلفاتو پړه په افغان او بهرنیو ځواکونو اچول شوې او پاتې ۱۲٪ سلنه ملکي تلفات د نامعلومو وسله والو د بریدونو او شخصي دښمنیو له امله بلل شوي دي.
ددې ترڅنګ طالبانو ویلي، چې ګډو ځواکونو په مختلفو پلمو د خلکو د کورونو، دوکانونو او شخصي ملکیتونو ته د زیان اړولو ترڅنګ جوماتونه، مدرسې، ښوونځي او کلینیکونه چې دیني ارزښتونه او عامه شتمنۍ دي، هم درانه زیانونه اړولي دي.
په دغه راپور کې طالبانو په افغان دولت تور پورې کړی، چې د شپنیو چاپو او عملیاتو پرمهال یې په تیرو ۳ میاشتو کې ۱۵۰ ملکي هېوادوال د طالبانو په نوم بندیان کړي دي.
باید وویل شي چې په دې وروستیو کې د هېواد په یو شمېر ولایاتو کې د پوځي عملیاتو او جګړو له امله د ملکي تلفاتو کچه په بې سارې توګه لوړه شوې، چې حکومت او طالبان یې پړه پر یوه او بل اچوي.