په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند «سهیل شاهین» د حکومت له زندانونو څخه د طالب بندیانو له خلاصون هرکلی کړی او تر څنګ یې د بندیانو د خلاصون د پروسې د چټکتیا غوښتنه کړې.
شاهین په همدې تړاو پر خپل ټویټر لیکلي «په تیرو ۳ورځو کې دکابل ادارې له زندانونو نه زموږ تر ۳۰۰ بندیان را خلاص شول چې موږ یې هرکلی کوو. خو دا جریان کافی نده باید پروسه ګړندۍ شي تر څو هغوی دکرونا له ناروغۍ څخه وژغورل شي او راتلونکو بین الافغاني مذاکراتو ته ژر لاره هواره شي.»
د شاهین په قول، «اسلامي امارت» هم د بندیانو خلاصون ته دوام ورکوي.