کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د حزب اسلامي پخوانی ویاند: د طالبانو «اسلامي امارت» د هیواد یو ازادي غوښتونکی تحریک دی

17 ثور 1399 ساعت 9:24

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ګوند پخوانی ویاند «قریب الرحمن سعید» وایي، د طالبانو «اسلامي امارت» د افغانستان یو ازادي غوښتونکی تحریک دی، چې د حزب اسلامي «اسلامي نظام غوښتونکي» غړي هم ورسره یو ځای شوي.
سعید دغه څرګندونې له «عزم ویب پاڼې» سره په خپله تازه مرکه کې کړې.
نوموړی د طالبانو او امریکا تر منځ په دوحه کې لاسلیک شوی تړون د تاریخ یو «نادره» او «بې سارې» پېښه بولي، چې دده په خبره «تاریخ ددغسې بلې کومې پيښې یاد په خپل زړه کې نه لري.»




د سعید په خبره، طالبانو له امریکا سره د قطر تړون په لاسلیک کولو له ځانه د «تروریست» او «ایکسټریمسټ» په څېر مختوړي او شاتوړي کلیمات لرې کړل او په هیواد کې د یوه سوله ییز ځواک او په نړیوال سټیج د پخو سیاسي لوبغاړو په حیث راڅرګند شول.
نوموړي ددې تر څنګ طالبان او حزب اسلامي د یوه هدف لارویان بللي او ددې پوښتنې په جواب کې، چې له طالبانو سره د حزب اسلامي د قوماندانانو بیعت تاسې  څنګه ارزوئ؟ ویلي « دطالبانو د اسلامي غورځنګ او حزب اسلامی ترمنځ هم له پخوا نه او هم اوس ښې اړیکې شتون لري ، دواړه د یوه هدف او یوې موخې له پاره د قربانۍ په ډګر کی موجود دي . دواړه غواړي په هیواد کې د ولس د غوښتنو سره سم اسلامی نظام حاکم او د هیواد استقلال بیرته اعاده کړي.»
سعید مني، چې حزب اسلامي له حکومت سره په یو ځای کېدو نه یوازې دا چې خپل هدف تر لاسه نکړ؛ بلکې خپل کسان یې هم له لاسه ورکړل « د حزب اسلامي او د کابل د رژیم اخری توافقاتو او په کابل کی دحزب اسلامی د فعالیتونو د پیل کیدوپه وخت کی زیاتې هیلې داوې چي حزب  به په واکمن رژیم کی د اصلاحاتو بهیر رامنځته کړي او د اسلامی نظام دقیام له پاره به لاره همواره کړي . اما څرنګه چي حزب په رژیم کې شتون نه درلود او په غیر مشروط ډول یې دسولې طرحه لاسلیک کړې وه،‌ نه یې په رژیم کې وزیر درلود ، نه والي نه رئیس او نه کوم ملازم …په دې اساس حزب و نه توانید خپل اصلي هدف تر لاسه کړی  بلکه ورځ تر بلې حزبیان ددښمنانو د ګولیو هدف وګرزیدل او یو په بل پسې  شهیدان کړل شو .»
د نوموړي له قوله، د حزب اسلامي هغه غړي، چې د «مفسد» رژیم تر لاس لاندې يې کار نه غوښت او د یوه اسلامي نظام د حاکمیت هیله یې درلوده له طالبانو سره یو ځای شوي « د حزب هغه شمیر وګړي چي د حزب ددې حالت نه ناهیلي شوي و او نه یې غوښتل د یوه فاسد رژیم تر وزرو لاندې ژوند تیر کړي ، بلکه برعکس یې غوښتل او غواړي چې  ددې هیواد د میلیونونو شهیدانو د ارمانونو د ترلاسه کولو او د میلیونونو کونډو  رنډو او یتمیانو دغوښتنو له مخې په هیواد کې داسلامی نظام دقیام لپاره کار وکړي په دې خاطر یې خپله وسله واله مبارزه د پورته ارمانونو د حصول په خاطر جاري و ساتله او دخپل مسؤلیت د اداء کولو په خاطر یې د طالبانو د جهاد په  لیکو کې ځآنونه ځآی په ځای کړل . طبیعي ده چي په دې اړه د طالبانو فعاله دیپلوماسي، مقاومت ، او داسلامی نظام د قیام له پاره هلو ځلو او ډآډینې  هم مثبت رول درلوده او اوس یې هم  لري.»
سعید ددې تر څنګ د حزب اسلامي په داخلي اختلافاتو اعتراف کوي؛ خو په خبره یې، لا هم هیئتونه کار کوي، چې فاصلې را لنډې او بیا ځلې حزب متحد کړي.
 


د مطلب کود: 209295

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/209295/د-حزب-اسلامي-پخوانی-ویاند-طالبانو-امارت-هیواد-یو-ازادي-غوښتونکی-تحریک-دی

آوا
  https://www.avapress.com