سیمه ییزې سرچینې وايي، د کندهار ولایت په شاولیکوټ ولسوالۍ د ملي اردو یوې چورلکې وروسته له هغه بیړنۍ ناسته وکړه چې د وسله والو لخوا وویشتل شوه.
کندهار کې د ملي اردو یوه چورلکه ویشتل شوې
17 ثور 1399 ساعت 9:25
سیمه ییزې سرچینې وايي، د کندهار ولایت په شاولیکوټ ولسوالۍ د ملي اردو یوې چورلکې وروسته له هغه بیړنۍ ناسته وکړه چې د وسله والو لخوا وویشتل شوه.
سیمه ییزې سرچینې وايي، د کندهار ولایت په شاولیکوټ ولسوالۍ د ملي اردو یوې چورلکې وروسته له هغه بیړنۍ ناسته وکړه چې د وسله والو لخوا وویشتل شوه.
کندهار میشتي خبریال صدیق الله افغان په دې هلکه په خپله فیسبوک پاڼه داسې لیکلي: «وسله والو طالبانو نن مازیګر د کندهار د شاوليکوټ ولسوالۍ د چنار په سيمه کي د ملي اردو يوه چورلکه ويشتلې، چورلکه په چنار سيمه کي د ملي اردو په يوې قرار ګاه کي بيړنۍ ناسته کړې او تلفات نه لري.»
د افغانستان د دفاع وزارت او وسله والو طالبانو تر اوسه ددې پېښې په هکله رسنیو ته څه نه دي ویلي.
د مطلب کود: 209296