کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پاکستان کې د ایټالیا پخوانی سفیر د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازی ټاکل شوی

16 ثور 1399 ساعت 8:51



په پاکستان کې د ایټالیا هیواد پخوانی سفیر « ستیفانو پونتیکورو» په افغانستان کې د ناټو سازمان د ملکي استازي په حیث ټاکل شوی.
د ناټو سازمان عمومي سرمنشي «ینس سټولټنبرګ» په همدې اړه پر  ټویټر لیکلي، چې د ستیفانو په ګمارلو خوښ دی او نوموړی به خپله دنده د راتلونکې جون میاشتې له لومړۍ نېټې وروسته پیل کړي.
نوموړي ددې تر څنګ  غږ کړی، چې ټول لوري باید د سولې د راتګ او د کرونا د مهارولو په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.
 


د مطلب کود: 209300

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/209300/پاکستان-کې-د-ایټالیا-پخوانی-سفیر-افغانستان-لپاره-ناټو-ملکي-استازی-ټاکل-شوی

آوا
  https://www.avapress.com