دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۶ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۵۱
د مطلب کود : 209300
پاکستان کې د ایټالیا پخوانی سفیر د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازی ټاکل شوی

په پاکستان کې د ایټالیا هیواد پخوانی سفیر « ستیفانو پونتیکورو» په افغانستان کې د ناټو سازمان د ملکي استازي په حیث ټاکل شوی.
د ناټو سازمان عمومي سرمنشي «ینس سټولټنبرګ» په همدې اړه پر  ټویټر لیکلي، چې د ستیفانو په ګمارلو خوښ دی او نوموړی به خپله دنده د راتلونکې جون میاشتې له لومړۍ نېټې وروسته پیل کړي.
نوموړي ددې تر څنګ  غږ کړی، چې ټول لوري باید د سولې د راتګ او د کرونا د مهارولو په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.
 
https://avapress.com/vdcjyhe8yuqeytz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته