دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۶ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۵۶
د مطلب کود : 209305
د امریکا دفاع وزیر: طالبانو سره د تړون بشپړ عملي کېدو لپاره له نږدې کار کوو
د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر وايي، هېواد یې په افغانستان کې له ټولو لورو سره کار کوي، څو له طالبانو سره د امریکا لاسلیک کړی تړون په بشپړه توګه عملي شي.
ښاغلی اسپر وايي، دوه اساسات‌یې د هېواد لپاره په افغانستان کې ډېر مهم دي. لومړی دا چې افغانستان بیا د امریکا پر متحده ایالاتو د بریدونو لپاره د ترهګرو په ځاله بدل نه‌شي او دوهم دا چې د افغانستان مسئله نظامي حل نه‌لري او باید دا کړکېچ د خبرو اترو له لارې حل شي.
مارک اسپر د دوشنبې په ورځ د پنټاګون له یو خبریال سره په وېډیويي مرکه کې زیاته کړه، په دې موده کې طالبانو تاوتریخوالی نه‌دی کم کړی، خو پر امریکايي ځواکونو یې برید هم نه‌دی کړی او امریکا به د افغانستان د سولې په پروسه کې د خپلو شریکانو ملاتړ ته دوام ورکړي.
د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر
هغه زیاته کړه: "موږ به له دواړو لورو (حکومت او طالبانو ) سره په دې اړه چې د تړون د بشپړ عملي کېدو لپاره کوم کار ته اړتیا ده، خبرو اترو ته دوام ورکړو. تر اوسه د طالبانو له‌خوا تاوتریخوالی نه‌دی کم شوی. له بلې خوا هغوی پر موږ بریدونه نه‌دي کړي. اوس باید د افغانستان حکومت یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره ځان چمتو کړي."
د امریکا متحده ایالاتو د روان کال د فبرورۍ په ۲۹مه نېټه په دوحه کې له طالبانو سره افغانستان ته د سولې د راوستلو په نوم تړون له لاسلیک کړ څو په پایله کې یې بین‌الافغاني خبرو ته لاره هواره او اوربند وشي.
دا تړون چې څه باندې دوه میاشتې مخکې لاسلیک شوی، له مخې یې باید بین‌الافغاني خبرې د مارچ په ۱۰مه نېټه پیل شوې وی، خو داسې ونه‌شول.
'د امریکا-طالبانو له تړون وروسته افغانستان کې تاوتریخوالی زیات شوی'
طالبانو د خپلو پنځه زره زندانیانو خوشې کول د شرط په توګه وړاندې کړي او افغان حکومت په یو وخت د پنځه زره طالب زندانیانو له خوشې کولو ډډه کوي. ولسمشر غني یې په بدل کې د ۱۵۰۰ طالب زندانیانو د خوشې کېدو امر کړی او د نورو خوشې کول‌یې په اوربند او د طالبانو او افغان دولت ترمنځ د خبرو په پیل پورې تړلي دي.
د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر د دوشنبې په ورځ د یو شمېر زندانیانو خوشې کول مؤثر ګام وباله، خو ویې‌ویل دا کافي نه‌دي.
نوموړي په افغانستان کې د سیاسي سیالانو ترمنځ د اختلاف حل ته هم خوشبیني وښوده.
هغه وویل: "څنګه چې موږ پوهېږو، په واک کې د شراکت په اړه د غني او عبدالله ترمنځ هوکړه په لاره ده. که دا هڅې بریالۍ شي، د بین‌الافغاني خبرو لپاره مرکچي پلاوی به جوړ شي څو له طالبانو سره خبرې وکړي. د یو شمېر زندانیانو د خوشې کېدو شاهد وو، خو دا کافي نه‌دي."
ازاد شوي طالب بندیان
ازاد شوي طالب بندیان
افغان حکومت وايي، تر اوسه‌یې ۷۴۸ طالب زندانیان له بند خوشې کړي. طالبانو یې هم په مقابل کې ۱۱۴ حکومتي بندیان چې د طالبانو په وینا سرتېري وو، له خپلو زندانونو خوشې کړي دي.
په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړي او ویاند سهیل شاهین د دوشنبې په ورځ پر خپل ټویټر ولیکل، په تېرو درې ورځو کې د دې ډلې ۳۰۰ زندانیان د حکومت له زندانونو خوشې شوي دي. د شاهین په وینا طالبان د دې کار هرکلی کوي، خو کافي یې نه‌بولي.
نوموړي زیاته کړې، د بندیانو د خوشې کولو بهیر باید چټک شي، څو په پایله کې یې هغوی د کرونا ویروس د خپرېدو له خطره خوندي او همدارنګه بین‌الافغاني خبرو اترو ته هم لاره هواره شي.
 
تر دې مخکې د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل ویلي وو، د طالب بندیانو د خوشې کولو لړۍ به دوام وکړي.
افغان حکومت همدارنګه غواړي، خوشې شوي طالبان ضمانت ورکړي چې بېرته به د جګړې کرښو ته نه‌ستنېږي.
له طالبانو څخه د اوربند د پرله‌پسې غوښتنو او د بین‌الافغاني خبرو د پیل لپاره د هڅو سربېره تر اوسه په افغانستان کې تاوتریخوالی نه‌دی کم شوی. طالبان پرله‌پسې په بېلابېلو ولایتونو کې پر افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو بریدونه کوي.
د امریکا دفاع وزیر د دوشنبې په ورځ وویل، هېواد به‌یې د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ ته ولاړ پاتې شي او پر طالبانو به دفاعي حملو ته دوام ورکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdce7o8wnjh87xi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته