دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۶ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۴۰
د مطلب کود : 209313
طالبان د خپلو بندیانو له خلاصون څخه هرکلی کوي خو بسنده یې نه بولي
طالبانو وروستیو درې ورځو کې د افغا حکومت له لوري د دوی د بندیانو له خلاصون څخه هرکلی کړی، خو ویلي چې دا بسنده نه دی.
قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وايي، په تېرو درې ورځو کې افغان حکومت د دوی ۳۰۰ بندیان آزاد کړي، چې په وینا هر کلی ترې کوي، خو په ورته وخت دا شمېر بسنده نه بولي.
سهیل شاهین دا خبرې د خپل ټوېټر له لارې کړي، او ویلي، چې د طالب بندیانو د خلاصون چارې نورې هم باندې چټکې شي، ځکه د کرونا ویروس تر خطرې لاندې دي.
طالبانو تر دې مخکې افغان حکومت ته ګواښ کړی و، که یې بندیان زندانونو کې د کرونا ویروس امله تلف شي، د هر طالب به بدل کې ترې سخت غچ واخلي.
شاهین دا هم ویلي، چې د بندیانو خلاصون کې چټکتیا کولای شي ژر تر ژره بین الافغاني خبرو ته لاره هواره کړي، هغه همداراز ویلي، چې د دوی لخوا د بندیانو د خلاصون بهیر دوام ولري.
تېرو درې ورځو کې افغان حکومت له څرخي پله زندان څخه درې  جوپې طالبان په داسې حال کې آزاد کړل، چې تر دې مخکې یې له بګرام څخه ۵۵۰ طالب بندیانو آزاد کړي وو.
طالبانو بیا د خپل دغه شمېر بندیانو د خلاصون په مقابل کې تر اوسه د افغان حکومت ۱۱۲ کسان خوشې کړي، چې افغان حکومت یو شمېر دا کسان ملکیان یادوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcdfn0xsyt0zs6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته