په ننګرهار کې د ملي امنیت منسوبینو په کوز کونړ ولسوالۍ کې د سلطان محمد ،ذاکرالله او ذبيح الله په نومونو درې تنه وروسته له هغې ونیول چې غوښتل یې د دوی مخالفې کورنۍ د کور مخې ته په بم اېښودلو هغوی ته دسیسه جوړه کړي.
ملي امنیت منسوبینو درې تنه د دسیسې جوړولو په تور او یو تن داعش وسله وال نیولي دي
د صدای افغان خبری آژانس , 16 ثور 1399 ساعت 11:09
په ننګرهار کې د ملي امنیت منسوبینو په کوز کونړ ولسوالۍ کې د سلطان محمد ،ذاکرالله او ذبيح الله په نومونو درې تنه وروسته له هغې ونیول چې غوښتل یې د دوی مخالفې کورنۍ د کور مخې ته په بم اېښودلو هغوی ته دسیسه جوړه کړي.
یاد درې تنه چې اصلاٌ د کونړ ولايت اوسيدونکي دي،غوښتل یې چې د خپلې مخالفې کورنۍ کور مخې ته جوړ شوی بوشکه یي ماین کیږدي او بیا ورته د دسیسې جوړولو په موخه حکومت ته خبر ورکړي،ترڅو یاده کورنۍ د مخالفینو په تور ونیول شي.
نیول شویو کسانو پخپلو جرمونو اعتراف کړی دی .
همدا راز ملي امنیت منسوبینو د بهسودو ولسوالۍ په مربوطاتو کې یو تن د داعش اړوند ترهګر نیولی
د مطلب کود: 209319