د افغانستان اسلامي جمهوري دولت له طالبانو غواړي، چي تاوتریخوالی کم کړي، څو د ۱۵۰۰ زندانیانو تر خلاصون وروسته د سولې مخامخ خبرې له ځنډ پرته پیل شي.
د طالب بندیانو له خلاصون سره باید د سولي مخامخ خبري پیل شې
د صدای افغان خبری آژانس , 16 ثور 1399 ساعت 12:37
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت له طالبانو غواړي، چي تاوتریخوالی کم کړي، څو د ۱۵۰۰ زندانیانو تر خلاصون وروسته د سولې مخامخ خبرې له ځنډ پرته پیل شي.
د دولت د سولې د تلاښونو په ترڅ کې پرون هم د ولسمشر غني له فرمان سره سم د څرخې پله له زندانه ۱۰۲ تنه نور طالب زندانیان خوشې شول، چې ورسره د ټولو خوشې شویو زندانیانو تعداد ۸۵۰ تنو ته ورسېدی.
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت پر طالبانو ږغ کوي، چې د حکومت لخوا د ورسپارل شوې لست سره سم، د امنیتي ځواکونو غړي او ولسي خلک چې طالبانو تښتولي، له ځنډ او خنډه پرته خوشې کړي
د مطلب کود: 209325