دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۶ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۲۸
د مطلب کود : 209333
بغلان کې د سکرو کان دوه کارګر بېرته له کانه ژوندي راوتلي
په بغلان کې د سکرو د کان دوه کارګر چې د مړینې خبر یې خپور شوی و، بېرته له کانه ژوندي راوتلي دي.
د بغلان ولایت د تاله‌وبرفک ولسوال عبدالاحمد برفکي نن ازادي راډیو ته وویل څلور کارګر څلور ورځې مخکې د سکرو کان ته د سېلاب د ورننوتلو په خاطر د ځمکې لاندې ۱۰۰ مترۍ کې ایسار پاتې و.
هغه وویل د خلکو په مرستو باندې دوه تنه دا کارګر له کانه راویستل شول او د دوو نورو ایسارو شویو د ژغورنې لپاره هم هڅې روانې دي.
د سکرو کانونه په تېره بیا په هغو سیمو کې چې امکانات کم وي تل په‌کې د کارګرو ژوند ته ځیني ګواښونه پېښوي چې له امله‌یې هر کال په نړۍ کې سلګونه دا کارګر وژل کېږي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcfm1d0mw6dxma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته