دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۶ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۵۹
د مطلب کود : 209337
د فاریاب قیصار ولسوالۍ کې پوځي عملیات
د فاریاب امنیه قومندان، غیب الله سادات نن(سې‎شنبې د غويي په ۱۶مه نېټه) وايي چې د دوو اوونیو راهیسې د طالبانو پر ضد د یاد ولایت قیصارو ولسوالۍ کې د شاهین«۱۱۶» تر نامه لاندې پوځي عملیات روان دي.
دی زیاتوي چې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې قیصارو کې څو کلي د طالبانو له شتونه پاک شوي دي.
ښاغلي سادات زیاته کړه:«تېره شپه د صوفي کلا کلي په بشپړه توګه له طالبانو پاک شو او د نودري کلي پر لور پرمختک دوام لري چې په پایله کې یې تېره شپه نښته کې ۵ طالب وسله وال ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول.»
د فاریاب امنیه قومندان دولتي ځواکونو ته اوښتي احمتالي مرګ ژوبلې په تړاو څه نه وايي، خو زیاتوي چې افغان ځواکونو لاسته د طالبانو وسلې او درې موټرسایکلونو په لاس ورغلي دي.
په همدې حال کې افغان ځواکونه وايي چې دغو عملیاتو کې ملکي کسانو ته زیان نه دی اوښتی.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو د پیاده لومړۍ لوا د اپراسیون امر، اصفیا سخي‎زاده څرګندوي:«د عملیاتو پڅوالي لامل دا دی چې طالبانو د خلکو کورنه ډال کړي دي او افغان ځواکونه په دې روژې مبارکې میاشت کې هڅه کوي چې ملکي کسانو ته زیان ونه رسیږي.»
دا په داسې حال کې ده چې قیصارو ولسوالۍ کې سیمه ییز پاڅون کوونکي ادعا کوي چې طالبانو یې په نودري او صوفي کلا کلیو کې د دوی ځیني کورونه سوځولې دي او اوس د یادو کلیو د ازادۍ لپاره له عملیاتو خوښ دي.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
https://avapress.com/vdcjthe8auqeytz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته