دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۶ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۰۷
د مطلب کود : 209338
افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۳۲۲۴ ته ورسید
د افغانستان عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر اساس هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۳۲۲۴ ته رسیدلی دی.
د عامې روغتیا وزارت نن سه شنبه اعلان کړی چې ېرو څلورویشتو ساعتونو کې د کرونا تازه ۳۳۰ پېښې ثبت شوي دي.
هرات او کابل هغه ولایتونه دي چې تر ټولو زیاتې پېښې پکې ثبت شوي دي.
د روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز وایي که هېوادوال د کرونا ناروغي جدي ونه ګڼي نو انساني ناورین به رامنځته شي.
تر اوسه هېواد کې شاوخوا۹۰ تنه له دې ناروغۍ نه مړه شوي دي.
د روغتیا وزارت همداشان ويلي چې تېره یوه اونۍ ۳۲ سلنه مشکوکې پېښې مثبتې ختلي دي کوم چې ښیي کرونا ویروس د دولس سلنه خپل تګ ګړندی کړی دی.
https://avapress.com/vdcaeonua49nwe1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته