دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۷ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۵۰
د مطلب کود : 209362
طالبانو کندهار کې ۲۰ تنه نور افغان امنیتي سرتېري آزاد کړي
طالبان وايي، کندهار ولایت کې یې د افغان حکومت شل تنه نور بندیانو آزاد کړي دي.
قطر کې د دغې ډلې د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپل ټوېټر لیکلي چې کندهار کې یې شل تنه نور افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه آزاد کړي دي.
له دې سره د طالبانو له لوري د آزاد شویو کسانو شمېر ۱۳۲ ته ورسېد، چې په مقابل کې افغان حکومت تر اوسه ۸۵۰ طالب بندیان آزاد کړي دي.
تېرو څلور ورځو کې افغان حکومت له خپل زندانونو څخه په پرلپسې توګه څلور ډلې طالب بندیان آزاد کړل، چې طالبانو هم ترې هرکلی کړی دی.
طالبانو د خپلو بندیانو د آزادېدو د هرکلي ترڅنګ دا هم ویلي، چې دا بسنه نه کوي او افغان حکومت باید د بندیانو د خلاصون بهیر نور هم چټک کړي، ترڅو له کرونا ویروس څخه یې بندیان ژغورل شوي وي.
طالبانو تر دې مخکې د افغان حکومت تر ولکې لاندې زندانونو کې د کرونا ویروس له خپرېدو او د بندیانو د وضعیت په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې وه، او افغان حکومت یې ګواښلی و، چې که یې زندانونو کې بندیانو د کرونا ویروس له امله تلف شي، سخت غچ بې واخلي.
افغان حکومت په کراتو ویلي، چې تر بین الافغاني خبرو مخکې به ۱۵۰۰ طالب بندیان آزاد کړل شي، خو تر دې شمېر اوښتي طالب بندیانو په اړه مخامخ خبرو کې پرېکړه نیول کېږي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdch-wnii23nvxd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته