دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۷ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۴۷
د مطلب کود : 209363
په ننګرهار او تورخم کې ځايي چارواکي وايي، تورخم دروازه د چار شنبې په سهار له ډیورنډ کرښې پورې غاړه د ایسارو افغانانو لپاره د یوې ورځې لپاره پرانیستل شوه. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي بي بي سي ته وویل، د را اوښتونکو افغانانو لپاره تورخم کې امنیتي او روغتیايي تیاری شوی دی. له تېرو څو ورځو راهیسې خواله رسنیو کې انځورونو ښودله چې لنډي کوتل کې لسګونو افغانان خپل هېواد ته د اوښتو لپاره په تمه دي.

پرون په اسلام اباد کې افغان سفیر عاطف مشعل خپل ټوېټر کې ولیکل، چې د یوې ورځې لپاره به بیا تورخم د افغانانو لپاره پرانیستی وي:
نن اول سهار(چارشنبه) د مې د میاشتې په ۶ به د تورخم لار د افغان مساپرو پرمخ د څو ساعتونو لپاره پرانیستې وي".
خو عطاالله خوګیاڼی وايي،د هوکړې له مخې به دا لار د شپې تر نهو بجو پرانیستې وي: "خو که د هغې خوا چارواکي په دې ژمنه وفا وکړي".
د تورخم ښاروال راحت ګل زیارمل تمه ښيي چې له دې وروسته اونۍ کې دا لار د یوې ورځې لپاره د ایسارو افغانانو لپاره پرانیستل شي.
 
https://avapress.com/vdciq3arpt1aup2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته