دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۷ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۵۱
د مطلب کود : 209364
د ایران پر پوله افغان کډوالو سره شوی جنایت د بښلو نه دی
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر حنیف اتمر سې شنبه ناوخته په یوه ټویټ کې په خورا تونده لهجه له ایران سره پر ګډه پوله د یو شمېر افغان کډوالو وژنه غندلې او دا یې یو داسې جنایت بللی چې د ده په خبره د بښلو نه دی. نوموړي‌ ویلي، هغه ظلم او وحشت چې له ایران سره پر پوله د افغان کډوالو د شکنجې او شهادت لامل شوی،‌ افغان ملت یې خواشینی کړی دی.‌
ښاغلي اتمر ویلي: (دا زموږ ګډ‌ غم دی.‌ خپلو وطنوالو ته ډاډ ورکوو چې حق او عدالت ته د رسېد لپاره به په ټولو دیپلوماتیکو امکانانو سره دا نه بښل کېدونکی جنایت څېړو)
له دې وړاندې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي‌ وو چې د دې پېښې پلټنه پیل شوې،‌ خو دا لومړی ځل دی چې یو جګپوړی افغان چارواکو په دومره تونده لهجه دا پېښه غندي او د پلټنو ژمنه کوي.
بل لور ته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې پر ورځ په یوه جلا اعلامیه کې وویل چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د دې پېښې پلټلو لپاره د یو ګډ پلاوي جوړولو ته چمتو شوی دی.‌
اعلامیه کې راغلي‌ چې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین هارون چخانسوري او په تهران کې افغان سفیر له ایراني‌ چارواکو سره یو ځای دا موضوع څاري.‌
 
https://avapress.com/vdcjmhe8xuqeytz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته