د نړۍ په لر او بر کې پر کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر له ۳۶ لکه کسانو ډېر شوی دی او د همدې ناروغۍ له کبله د مړو شویو کسانو شمېر له دوه لکه دوه پنځوس زره کسانو زیات شوی دی.
کورونا وېروس: نړۍ کې درې نیم میلیونه پېښې؛ امریکا او بریتانیا کې تر ټولو ډېرې مړینې
17 ثور 1399 ساعت 9:52
د نړۍ په لر او بر کې پر کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر له ۳۶ لکه کسانو ډېر شوی دی او د همدې ناروغۍ له کبله د مړو شویو کسانو شمېر له دوه لکه دوه پنځوس زره کسانو زیات شوی دی.
براتانیا کې د کوویډ - ۱۹ ناروغۍ له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۲۹ زره ۴۲۷ تنو ته رسېدلی دی، چې په ټوله نړۍ کې له امریکا وروسته د بل هر هېواد پرتله ډېر شمېر دی.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترڅ له نورو هېوادونو هم غوښتي چې د واکسین په تړاو د څېړنې او وېش لپاره مرسته وکړي. په مرسته کونکو کې تر اوسه برتانیا، ناروې، جاپان، کاناډا، سعودي عربستان شامل دي، خو امریکا پکې شامله نه ده.
د مطلب کود: 209365