د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، په راتلونکو اونیو کې به په سپینه ماڼۍ کې د کورنا وېروس پرضد د کارډلې (کاري ډلې) کار ودروي.
ټرامپ د دې کارډلې د کار ستایلو سره ټینګار وکړ چې د کورونا وېروس له پراختیا سره مقابله به د نورو اړوند ادارو له لارې وشي.
د امریکی مرستیال ولسمشر مایک پېنس په مشرۍ سپینه ماڼۍ کې له کورونا وېروس سره د مقابلې کارډله د دې وېروس له پراختیا سره د مقابلې لپاره د حکومتي هڅو لارښوونه کوي.
د دې کارډلې په دندو کې د ټولنیز واټن د سیاست ټاکل او د امریکا د مختلفو ایالتونو له والیانو او روغتیایي او علمي موسسو سره همغږي راځي.
ټرامپ- چې اریزونا ایالت کې د یوه روغتیايي ماسک تولید خونې ته تللی و- وویل: "مایک پېنس او په مشرۍ یې کارډلې ښه کار وکړ، خو اوس پر نورو لارو چارو غور کوو".
د ښاغلي ټرمپ په خبره، دا ګام په داسې مهال دی چې امریکا له کورونا وېروس سره مقابله کې نوي پړاو ته ننوځي.
ډونلډ ټرمپ وايي، نوی پړاو پر خوندیتوب او د هېواد پر پرانیستلو چورلي.
نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: "له کورونا وېروس سره د حکومت مبارزه پای ته رسېدلې نه ده، دا ماموریت هغه وخت بشپړېږي چې د وېروس خورېدل پای ته ورسېږي".