یاد وزارت په یوې خبر پاڼه کې ویلي، چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست فهیم هاشمې د فېسبوک ټولنیزې شبکې له مسولینو سره آنلاین خبرې کړي، چې فېسبوک د افغانستان لرو پرتو سیمو ته د وای فای رسولو او بنسټونو جوړولو په برخو کې د مرستې ژمنه کړې ده.
خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دواړو لورویو فېسبوک څخه د سالمې ګټې اخیستنې په موخه ویلي چې ښوونیز پروګرامونه په لاړه واچول شي، او له دې شبکې څخه د ناسمو معلوماتو د خپروونکو آدرسونو پر بندولو هم ټینګار شوی دی.
فېسبوک په داسې حال کې د افغانستان لرو پرتو سیمو ته د وړیا وای فای د ورکولو ژمنه کړې، چې اوس مهال ټول هېواد کې د کرونا ویروس له امله ښوونیز بنسټونه تړل شوي خو هڅه کېږي چې زدکوونکو ته د زدکړې بدیلې لارې پیدا کړي، چې تر ټولو ښه لار یې آنلاین زدکړې دي.
د کرونا ویروس له خپرېدو سره سم د نړۍ ډېر شمېر هېوادونو کې آنلاین زدکړې پیل کړې، چې افغانستان هم دا هڅه وکړه، خو د خلکو فقر او هېواد کې د کافي انټرنټ نشتون دا کار د افغانستان یو شمېر ډېرو سیمو کې ناشونی کړی دی.