دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۷ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۱۸
د مطلب کود : 209381
زابل کې ۱۵ ټُنه نشه یې توکې نیول شوي دي
د زابل ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو دغه ولایت کې ۱۵ ټُنه نشه یې توکې نیولي دي.
کورنیو چارو وزارت وايي چې تېره ورځ ( سه شنبه غويي ۱۶ ) د زابل امنیه قومندانۍ منسوبینو له نشه یي توکو ډک موټر چې غوښتل یې له شا جوی ولسوالۍ څخه کندهار ته ولاړ شي نیولی دی.
خبرپاڼه کې راغلي چې له نشه یې توکو سره د مبارزې منسوبینو دغه موټر د زابل مرکز کلات ښار په ننوتونکې دروازه کې د تلاشۍ پرمهال نیول دی.
د نیول شویو نشه یې توکو د قاچاق په تور دوه کسان نیول شوي، چې نسبي دوسیۍ یې عدلي او قضايي بنسټونو ته سپارل شوې دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdciv3arzt1aup2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته