د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل وایي، د ولسمشر غني د حکم په اساس پرون سې شنبه د څرخي پله له زندان څخه ۵۲ نور طالب بندیان ازاد شول.
افغان حکومت ۵۲ نور طالب بندیان ازاد کړل
د صدای افغان خبری آژانس , 17 ثور 1399 ساعت 11:16
د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل وایي، د ولسمشر غني د حکم په اساس پرون سې شنبه د څرخي پله له زندان څخه ۵۲ نور طالب بندیان ازاد شول.
ښاغلي فیصل نن چهارشنبه مې۶(غويي۱۷) ویلي:"د ولسمشر غني له فرمان سره سم پرون هم د څرخي پله له زندانه ۵۲ طالب زندانیان ازاد شول څو، کرونا سره مبارزه او په سوله کي پرمختګ وشي."
د هغه د معلوماتو په اساس په دې سره د افغان حکومت لخوا د ټولو ازاد شوو طالب بندیانو شمېر ۹۰۲ تنو ته ورسېد چې په وینا ټاکل شوې نن چهارشنبه هم یو شمېر طالب بندیان ازاد شي.
امنیت شورا له طالبانو څخه هم غوښتي چې د بندیانو ازادولو لړۍ چټکه کړي.
د مطلب کود: 209384