دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۷ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۵۳
د مطلب کود : 209387
تورخم دروازه د یوې ورځې لپاره د افغان مسافرو پر مخ خلاصه شوه
د تورخم دروازه د دیارلسو ساعتونو لپاره د هغو مسافرو پر مخ خلاصه شوه چې پاکستاني غاړې ته بند پاتې دې.
اسلام اباد کې د افغانستان سفیر عاطف مشعل پر ټویټر لیکلي چې د تورخم دروازه به د چهارشنبې ورځې په سهار شپږ بجې خلاصه شي او پاکستان کې پاتې افغان مسافر به د تورخم له لارې خپلو ولایتونو ته ستانه شي.
 
خو د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي نن چهارشنبه مې۶(غويي۱۷) امریکا غږ ته وویل چې د تورخم دروازه نن سهار شپږ بجې خلاصه شوې او د تورخم له لارې د مسافرو راتګ پیل شوی دی.
نوموړی وايي چې له پاکستاني چارواکو سره د شوې پرېکړې له مخې به د تورخم دروازه د مسافرو پر مخ د ماخستن تر نهه بجو پرانیستې وي.
تر اوسه معلومه نه ده چې د تورخم له لارې به څومره مسافر را واوړي، خو چارواکو ویلي لاره یوازې یو طرفه خلاصه شوې، یعنې له افغانستان څخه پاکستان ته د اوښتو اجازه نشته.
د ننګرهار د والي ویاند وايي چې تورخم کې یې د ناروغانو د روغتیايي چیک لپاره ټیمونه ګمارلي او که د کرونا مشکوک ناروغان پیدا کېږي نو هغوی به روغتون ته ورسوي.
خوږیاڼی وايي چې هیڅوک به هم بغیر له واکسین کولو او همدا شان د تبې معایناتو معلومولو پرته نه شي راوښتلی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcevo8wfjh87xi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته